سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
له ناټو او د امریکا له متحده ایالاتو سره د اړیکو ساتل
لاسته راوړنې
بهرنی سیاست
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ناټو او د امریکا حکومت د افغانستان له حکومت سره په امنیتي او اقتصادي برخه کې ډېرې مرستې کړي دي ترڅو وکولای شي په افغانستان او سیمه کې ټیکاو ډېر کړي. ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې ژمنه کړې وه ترڅو له ناټو او امریکا سره خپلې اړیکې وساتي ترڅو له افغانستان سره په امنیتي برخه کې مرسته وکړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. له ناټو او امریکا سره د همکارۍ هوکړه‎لیکونه
  • ۲. په افغانستان کې د ناټو او امریکا د رسمي استازو له‎ لوري ډېرې شوې ژمنې

د ۲۰۱۵ کال د مې میاشت: د چهارشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د هوډ لرونکي مأموریت له پای څخه وروسته به هم په افغانستان کې خپل شتون وساتي. د ترکیې په انتالیا ښار کې د دوه ورځېنۍ ناستې د لومړنۍ ورځې په پای کې، د ناټو سکرتر جنرال جنز ستولنبرګ وویل چې ائتلاف او افغان مشران د امریکا د پوځي-ملکي شتون لپاره پر یوه کاري چوکاټ سره هوکړې ته رسېدلي دي، چې د روزنې، سلاورکونې او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په موخه ده.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال مارچ:  د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په مارچ میاشت کې واشنګټن ته د ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله له سفر وروسته، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه وکړه ترڅو تر ۲۰۱۷ زېږدیز کاله له ۳۵۲۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونو سره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغې تر څنګ د ۲۰۱۵ زېږدیز کال تر وروستیو په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي ځواکونه ساتي او همداراز د اصلاحاتو د راوړلو لپاره له افغانستان حکومت سره د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه مرستندویه کڅوړه له افغانستان سره د اوباما له نویو ژمنو څخه وې.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. ناټو د "هوډ لرونکي مأموریت "له پای څخه به وروسته هم په افغانستان کې وي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19504-nato-to-stay-on-in-afghanistan-post-resolute-support

۲. عبدالله: امریکا ته سفر د دوستانه اړیکو د ژوندي کېدو لپاره یو ګام: www.tolonews.com/pa/afghanistan/18794-us-trip-helped-restore-friendly-relations-abdullah

۳. امنیتي تړون له امریکا سره د افغانستان لپاره له ځان سره څه لري: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16575-new-government-signs-bsa-and-sofa