ملګرو ملتونو د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو له غوراوي هرکلی وکړ
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نویو کمېشنرانو له غورواي هرکلی وکړ.

یونامان د یوې خبرپانې په خپرولو سره وویل چې دغه کړنه د دې ښودنه کوي چې پر ټاکنیز بهیر د خلکو د راستنېدو لپاره نوی پړاو دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ په دغې خبرپاڼه کې ټينګار کړی چې ټاکنیز کمېسیونونه مهم مسؤولیت لري چې د ټاکنو مهال وېش چمتو کړي.

په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې یوناما د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران هڅوي ترڅو د دغو کمېسیونونو له ټولو کارکوونکو سره په رڼه او بې پرې توګه کار وکړي.