سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1360ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
هغو خبریالانو ته چې وکولای شي په هېواد کې د اداري فساد موارد پيدا او له هغې څخه پرده پورته کړي د غوره جایزو ورکول.
غیرفعال
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
افغانستان په نړۍ کې یو له فاسدو هېوادونو څخه دی او په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د شفافیت د څارنې نړیوالې ادارې پر بنسټ، د پنځو تر ټولو فاسدو هېوادونو په ډله کې شتون موندلی دی. ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې ژمنه وکړه ترڅو پر خلکو او څېړنیزې خبریالۍ د څار لپاره یو کلتور له اداري فساد څخه د مخنیوي لپاره د یوې اړینې لارې په توګه دود کړي. د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په اګست کې، ولسمشر غني په خپلې ټویټر پاڼه کې ولیکل چې هغه به هغو خبریالانو ته چې په حکومت کې له اداري فساد څخه پرده پورته کړي، جایزه ورکړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱.په حکومت کې له اداري فساد څخه د پردې پورته کولو لپاره څېړنیزو خبریالانو ته د غوره جایزې رامنځته کول.
  • ۲. هغو څېړنیزو خبریالانو ته د جایزې ورکول چې په حکومت کې یې له اداري فساد څخه پرده پورته کړه.

د وضعیت جزئیات:

د دغې ژمنې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.