وروسته له ۵۰ وروځو د ټاکنو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې په آجنډا کې شامل شو
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د ټاکنیزو سمونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان له ۵۰ ورځووروسته د ولسي جرګې د عمومي غونډې په اجندا کې شامل شو خو د ولسي جرګې غړو د بېلابیلو نظریاتو له امله یې برخلیک راتلونکې ناستې ته پاتې شو.

د ولسي جرګې غړی، محمد عبده وايي:«یو مورد اختلافي دی؛ نور ټولو باندې هوکړه شته هیله ده چې رایو ته ولاړ شوو.»

ښکارېدل چې د نظریاتو اختلاف د دغه فرمان د تصویب کار ستونزمن کړی وه.

د ولسي جرګې غړی، فرهاد عظیمي وايي:«که یې رد کړئ نو پوه شئ چې تاسو ټول د خلکو پر مخ کې بد نام یاست؛ ځکه چې فکر کوي تاسو ټاکنې په ګرو کې نیولې دي.»

دولسي جرګې بل غړی، شریفي بلخابي وايي:«پرېږدئ چې خبرې وکړم، مخکې ټولې ناستې مو اختلافي وې خو اوس هوکړې ته رسېدلی یوو.»

دغه مهال یو شمېر غړو غوښتل چې یاد فرمان تائید شي ترڅو په ټاکنیز نظام کې سموونې رامنځته شي، خو ځینې نور استازي بیا بل ډول نظر لري.

د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي وویل:«هغه دوستان چې غواړي هېواد د کړکېچ خوا ته ولاړ شي او ټاکنې ترسره نشي، غواړي چې دغه موضوع کړکېچنه کړي.»

د ولسي جرګې غړی، قدرت‎الله ذکي وايي:«هغه دې موږ ته نه رازده کوي چې افغانستان کړکېچ خوا ته ځي، موږ خپله ښه پوهېږو.»

اوس به د ټاکنیز نظام سموونو په برخه کې د ولسمشر فرمان برخلیک څنګه شي؟

د ولسي جرګې رئيس، عبدالروؤف ابراهیمي وايي:«کولي شئ چې همدا اوس پرېکړه وکړئ، خو سبا به پېښېمانه شئ. سبا به د خلکو له خولو څخه ځان نشئ ټولولئ. نو سبا یوه ګډه غونډه نیسو، وروسته له هغې چې هره پرېکړه مو وکړه واک لرئ.»

یو شمېر هېوادوال د ټاکنیزو سموونو فرمان تائید ځنډولو کې د ولسي جرګې غړي تورنوي.

د کابل اوسېدونکی، شریف‎الله مجددي وايي:«ولسي جرګه باید دغه فرمان په خپل ګرو کې ونه‎نیسي، او د خلکو له امانت څخه چې زموږ رایه ده سمه ګټه پورته کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی، عبدالکبیر وايي: «نن د ټولو موضوع د واک غوښتنه ده؛ هر څوک غواړي چې خپله قدرت واخلي.»

د پوهنتون استاد، شفیق شرق وايي: «موږ ټول پوهېږو چې د ولسي جرګې اوسني غړي فکر کوي که دغه قانون تصویب شي او ټاکنې ترسره شي نو ډاډه نه دي چې بیا به رایه واخلي او جرګې ته راشي.»

تر دې وړاندې ولسي جرګې د ټاکنیزو سموونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړی وو. چې د ولسي جرګې دغه کار یولړ غبرګونونه راوپارول، خو ولسمشر د ملي شورا د رخصتیو پرمهال بیا ځلې د ټاکنیزو سمونو په اړه تقنیني فرمان صادر کړ.