ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي معرفي کړل
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

ولسمشر غني نن د(لیندۍ په ۲ مه)په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وویل چې د ټاکنیزو کمېسونو د غړو په غوراوي کې قومي انډول په پام کې نیول شوی، خو نوموړی ټینګار کوي چې یاد کمېشنران باید د سیاسي او قومي فشارونو لاندې رانه‎شي.

ولسمشر غني زیاته کړه:«موږ وتوانېدو چې د کمېسیونونو غړي په روڼتیا سره وټاکو د اصلاحاتو لپاره مو مهم ګام پورته کړ.»

له اتلسو میاشتو وروسته د ملي یووالي حکومت دغه کسان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه غوره کړل.

نجیب الله احمدزي،عبدالقادر قریشي،ملیحه حسن،وسیمه بادغیسي،محاذالله دولتي،رفیع الله بیدار او گلا جان بدیع صیاد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه ګمارل شوي دي.

غلام دستیگر هدایت،عبدالبصیر فایض،غلام رضا روحاني، حمیرا حقمل او عبدالعزیزآریایي د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د نویو غړو په توګه لوړه وکړه.

دغو ۱۲ تنو لوړه وکړه.ولسمشر د نوموړي کمېسیون پر خپلواکۍ ټینګار کوي خو وايي چې کورني او بهرني بنسټونه به د دغو کمېسیونونو پر کار څارنه وکړي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو غوره کول د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک د عملي کولو نښه ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«د غوراوي کمېټې خپل کار ترسره کړل او نن یوه تاریخي ورځ ده.موږ توانېدلي یوو چې د اصلاحاتو په اړه خپله یوه ژمنه عملي کړو.»

د ولسمشر دوهم مرستیال په ټاکنیز نظام کې پر اصلاحاتو او د برېښنايي پېژندپاڼو پر وېشلو ټینګار کوي او وايي د کمېسیونونو نوي غړي باید د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره تیاری ونیسي.

د ولشمسر دویم غړي په دې اړه څرګنده کړه:«د دغو کمېسیونونو غړي باید د ټاکنو د ترسره کولو لپاره چمتووالی ونیسي او د ټاکنو د مهال وېش،د رایې ورکولو د کارټونو او په ټاکنو پورې په نورو تړلو مسایلو باندې کار وکړي.»

په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل، له فساد سره مبارزه، د امنیت ټینګښت، د کاري زمینو برابرول او د بې وزلۍ کمول د ملي یووالي حکومت ژمنې څخه وې یوه دغه ژمنه له دوو کلونو وروسته عملي شوه.