ولسمشر غني سیاسي او جهادي مشرانو سره وکتل
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
وروستي جزئیات دوشنبه, ۰۸ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ماښام د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د مهمو ملي ،امنیتي او سیاسي مسایلو او همدارنګه د ټاکنو په اړه لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې ولسمشر غني وویل چې حکومت به په هېڅ وجه د نورو ادارو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه زیاته کړه د ټاکنو په نوي قانون کې د لومړي ځل لپاره درغلي جرم شمېرل شوی دی او دا مهم ټکۍ کولای شي چې په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي.

ولسمشر غني ټينګار وکړ چې ټاکنې یوه ملي مسئله ده چې دقت او مشورې ته اړتیا لري او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د لیکنې په بڼه کې خپل لیدلوري شریک کړي.

په دغې غونډه کې د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل چې د غوراوي کمټې په کار کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده شوې او هغه څه چې ورته شوني وو ترسره کړي دي.

له هغه سیاسي طبقې څخه وغوښتل ترڅو منسجم لید لوری ولري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«که‎چېرې سیاسي طبقه پرېکړه وکړي او د همکارۍ روحیه ولري،راتلونکې ټاکنې په ښه شان سره ترسره کېږي.»

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ،په دغې غونډه کې سیاسي جهادي څېرې له هغې ډلې محمد عمر داوودزی، وحیدالله سباوون،انوارالحق احدي،فاروق وردک،عبدالحکیم مجاهد،قاضي محمد امین وقاد، استاد محمد محقق،عباس بصیر،کریم امین،عبدالکریم خرم،امرالله صالح،عطامحمد نور،ضرار احمد مقبل او ملا سید محمد اخوند ګډون درلود.