ټاکنیز اصلاحات د غني د حکم په تمه؛ د مشرتابه تر منځ اختلافونه لاتر اوسه په خپل ځای دي
حکومت‎والي او د قانون واکمني
چهارشنبه, ۰۴ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۰۴ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع نیوز
غني او عبد الله | طلوع نیوز

پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي چې په بنسټونو او ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو وخت لږ دی له همدې کبله باید د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړی کمېسیون پرته له ځنډه خپل کار پیل کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړي کمېسیون یو شمېر غړي وايي چې دغه کمېسیون به هغه مهال خپل کار پيل کړي چې ولسمشر او اجرائیه رییس د دغه کمېسیون د کار د پيل امر ورکړي.

د څار بنسټونه وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو رسوايیو پر ټاکنیزو بنسټونو د خلکو باور ته زیان رسولی دی؛ له همدې کبله د ملي یووالي حکومت مشرتابه ژمنه وکړه چې د خلکو د تللي باور د ترلاسه کولو لپاره به د ملي یووالي حکومت د جوړولو وروسته پرته له ځنډه د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره اقدام وکړي.

دغه بنسټونه زیاتوي اوس مهال چې د دغه حکومت له جوړېدو څخه ۶ میاشتې تېرېږي لاتر اوسه هم دغه ژمنې پلي شوي نه‎دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب‎زاده وايي: " د ملت او د ټاکنو د بهیر تر منځ باور جوړونه ډېره اړینه ده؛ دا کولای شي د ټاکنو له مشروعیت او روڼتیا سره مرسته وکړي، خو که چېرې له حاکم وضعیت سره پر دغو موضو‎ع‎ګانو کار ونه‎شي او اوسنی وضعیت دوام ومومي د حکومت د مشروعیت، د حکومت د کړنو او د حکومت د لاسته راوړنو تضمین به ګران وي".

د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه‎لیک پر بنسټ، د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړی کمېسیون په بنسټونو او ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو پر راوړلو مأمور دی، خو دغه کمېسیون چې څه د پاسه دوه اوونۍ د هغې له جوړېدو څخه تېرېږي لاتر اوسه خپل کار نه‎دی پیل کړی.

د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون مرستیال صدیق‎الله توحیدي وايي: " د دغه کمېسیون د کار د نه‎پیل تر ټولو روښانه لامل د دغه کمېسیون د جوړښت په ډول کې د ولسمشر او اجرائیه رییس نه‎هوکړه ده".

هغه زیاته کړه: " همداراز د دغه کمېسیون یو شمېر غړي هم د دغه کمېسیون د دندو د لایحې په اړه خپلې اندېښنې لري؛ ځکه چې د دغه کمېسیون د دندو لایحې دغه بنسټ د یوه سلاکار کمېسیون په حد کې تعریف کړی دی او وروستۍ پرېکړه ولسمشر نیسي".

ټاکل شوې وه پارلماني ټاکنې سږ کال ترسره شي، خو د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې دغه ټاکنې به په راتلونکي کال کې په لاره واچول شي، د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې په لاره اچول او د نظام بدلون د ملي یووالي حکومت د مشرتابه له سترو ژمنو څخه دي.

خو که ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره شي، د ملي یووالي حکومت د جوړېدو په دویم کال کې د لویې جرګې په لاره اچول هم ناشونې ښکاري، ځکه چې د دغې جرګې د په لاره اچولو لپاره اړتیا ده ترڅو د ولسوالیو د شوراګانو استازي هم وټاکل شي. له همدې کبله کارپوهان په ټاکلي وخت کې د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د ژمنو د نه‎پلي کېدو څخه نیوکه کوي.