سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
ټولو افغان وګړو ته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش
د پرمختګ په حال کې
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشنې ژمنه شوې وه ترڅو ډېر ژر د ولسمشر او اجراییه رییس له‎خوا ترسره شي، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه‎لیک په شمول وو ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې د پراخو درغلیو څخه مخنیوی وشي. دغه راز دغه پېژند پاڼې به له حکومت سره مرسته وکړي ترڅو د هېواد د نفوسو په اړه د څرګندو ځانګړنو په چمتو کولو سره د افغانستان د نفوسو د شمېر په اړه مالومات ترلاسه کړي ترڅو د خپلو اقتصادي او ټولنیزو پالېسیو په اړه پرېکړه ونیسي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د برېښنايي پېژند پاڼو لپاره بودیجه، پالېسۍ او پروسیجرونه رامنځته شول.
  • ۲. د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو بهیر پیل شو.
  • ۳. ټول ښاریان د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو خپرونې ته لاسرسی لري.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: مرسته کوونکو یا نړیوالو ډونرانو خبرداری ورکړ چې که چېرې د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو بهیر ډېر ژر پيل نه‎شي، هغوی به له دغه بهیر څخه خپل مالي ملاتړ پرې کړي.

ولسمشر غني له وزیرانو، د دغه مأموریت له بېلابېلو استازو او د ملي او نړیوالو بنسټونو له بېلابېلو سلاکارانو سره لیدنه وکړه او له هغوی سره‎یې د برېښنايي پېژند پاڼو په اړه خبرې اترې وکړې. ظاهراً دغه بهیر د دغه کمپاین د پيل لپاره آزمايښتي پړاو دی.

د ولسي جرګې استازو د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي احضار کړ ترڅو د یکشنبې په ورځ د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو لپاره د حکومت د ځنډ په اړه ځواب ورکړي. ویل کېږي چې دغه بهیر په بشپړه توګه چمتو دی ترڅو خپل کار پيل کړي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله له دغه بهیر څخه په کلکه نیوکه کړې او وايي چې د دغه بهیر پیل ډېر با ارزښته دی ترڅو هېواد د پرمختګ په لور وکاږي خو هغه وویل چې په دې اړه ناغېړې شوې ده.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جنورۍ: ټولو افغانانو ته د برېښنايي پېژند پاڼو د وېشلو لپاره د ټولو تابیاوو سربېره، دغه بهیر تر اوسه نه‎دی پيل شوی او هېڅ چا دغه پېژند پاڼه نه‎ده ترلاسه کړې، او همداراز د دغه بهیر د ځنډ لامل لاتر اوسه هم ښکاره نه‎دی.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. که د برېښنايي پېژندپاڼو وېش تر ۲ راتلونکو میاشتو پيل نه‎شي د دغې ادارې د کارکوونکو تړون به ونه‎غځول شي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20140-mps-summon-interior-minister-to-explain-delay-in-digital-ids-distribution
۲. غني په کابل کې د برېښنايي پېژند پاڼو د آزمایښتي پېر د پلان د پلي کولو غوښتونکی شو: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20193-ghani-mulls-pilot-phase-to-roll-out-id-cards
۳. مالي ملاتړ کوونکي: که چېرې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل نه شي موږ به خپلې مرستې بندې کړو: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19936-donors-threaten-to-cut-aid-for-new-ids-program-if-delays-continue
۴. عبدالله د عامه باور د ساتنې لپاره د جدي اقدامونو غوښتونکی شو: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20239-abdullah-urges-action-to-safeguard-publics-trust
۵. د پخواني ولسمشر له فرمان څخه ۱۸ میاشتې وروسته د برېښنايي تذکرو په وېش کې ابهام: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17988-distribution-of-new-id-cards-faces-delay-of-reasons-unknown
۶. په ملي یووالي حکومت کې د ځينو کړیو دخالت د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش کار ځنډولی دی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18134-lack-of-political-will-delay-electronic-ids
۷. د کورنیو چارو وزیر د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش پر چټکتیا ژمنه وکړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18055-ulumi-vows-to-accelerate-digital-id-distribution