پر ژمنو نه عمل، د حکومت او ملت ترمنځ واټن زیات کړی
حکومت‎والي او د قانون واکمني
سه شنبه, ۰۳ وری ۱۳۹۵
وروستي جزئیات سه شنبه, ۰۳ وری ۱۳۹۵
لیکل شوی TOLOnews
ولسمشر اشرف غنی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د کابینې بشپړېدل، له فساد سره مبارزه، ټاکنیزې سمونې، د خلکو پر دسترخوان بدلون او ... هغه ژمنې وې چې د ملي يووالي حکومت باید تېر کال کړي وی؛ خو په ډېرو مواردو کې پاتې راغلی دی.

سږ کال هم د ملي یووالي حکومت چارواکو خلکو ته د تېر کال په پرتله لا هم لویې ژمنې ورکړې.

د ټاکنو ترسره کېدل، د تقنیني لویې جرګې جوړېدل، له اداري فساد سره مبارزه، د کاري زمینو برابرول او له هېواد څخه د افغانانو د تېښتې مخنیوۍ، له کورنیو تولیداتو ملاتړ او... هغه مهم کارونه دي چې د ملي یووالي حکومت یې باید په نوي هجري لمریز کال کې ترسره کړي. آیا د ملي یووالي حکومت کولی شي په روان کال کې خپلې ژمنې پوره کړي؟

ډېری شمېر کارپوهان په دې باور دي چې حکومت تراوسه د ټاکنو د ترسره کولو او د تقنیني لویې جرګې د جوړولو لپاره منظم پروګرام نه دی برابر کړی او د ترسره کولو هوډ یې نلري.

د ټاکنیز نظام اصلاح کمېسیون غړی، صدیق الله توحیدي:"په ۹۵ کال کې حکومت د لا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. لومړۍ باید د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي چې دا کار ستونزمن دی. دوهم د تقنیني لویې جرګې راغوښتل دي چې دا کار به هم میاشتې وروسته شي او که ترسره هم شي نو په حکومت کې د ننه د ځواکمنو کړیو په ګټه به وي... او د امنیت تامین مسله ده چې ډېره مهمه ده."

دغه کارپوهان زیاتوي که حکومت د ټاکنو د ترسره کولو او لویې جرګې د جوړولو هوډ درلودی باید تراوسه یې د ټاکنو د روڼتیا لپاره به یې بریښنايې پېژندپاڼې ویشلې وی او د اساسي قانون د تعدیل د طرحې کمیسیون یې جوړ کړی وی.

په برېټانیا کې د افغانستان په‎خوانۍ سفیر، احمد ولي مسعود څرګنده کړه:"آن که دغه سیاسي هوکړه لیک تمدید کړي او که اوغواړي بهانه وکړي او یا هم دودیزه لویه جرګه راوغواړي، د حکومت مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي."

په همدې حال کې له اداري فساد سره د مبارزې اداره په تېر یوه کال کې د کابل بانګ د دوسیې د څېړلو، د ملي دفاع وزارت د تیلو د قراردونو، د سمارټ ښارګوټي د تړون، د بریښنايې پېژند پاڼې، د هوايې ډګرونو او دښاروالۍ قراردادونو، د ښځو چارو وزارت او د افغانستان د صادراتو پراختیا ادارې د دوسیو د څېړلو خبره کوي او دا د فساد ترټولو لویې دوسیې بولي خو وايي هېڅ یوه دغه دوسیه د یو شمېر دولتي چارواکو د ملاتړ له امله کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې رئیس، محمد حسین فخري څرګنده کړه:"روښانه ده چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ستونزې شته؛ لکه سیاسي اړیکې، قومي، تنظیمي او ژبني او داسې نور. ځینې وختونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې ستونزې جوړوي، خو سږ کال باید حکومت په دې برخه کې رڼه مبارزه وکړي."

دغې ادارې ووسي که د ملي یووالي حکومت په نوي هجري لمریز کال کې د اداري فساد ټولې لویې دوسیې په سمه او رڼه توګه ونه څېړي پر حکومت به د خلکو باور په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

خو د ملکي یووالي حکومت تل ټینګار کړی دی چې پر خپلو ژمنو به عمل کوي.

په داسې حال کې چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن د زیاتېدو په حال کې دی، حکومت باید له خلکو سره پر کړیو ژمنو عمل وکړي ترڅو د خلکو باور تر لاسه کړي.