سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1536ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په افغانستان کې د معلولو کسانو کره سروې او د هغوی پرمختګ
غیرفعال
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د هنډیکپ انټرنشنل سازمان د سروې پر بنسټ، په افغانستان کې د هر پنځو کورنیو یو غړی معلولیت لرونکی دی. ولسمشر غني په خپله بیانیه کې ژمنه وکړه ترڅو په هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو په اړه یوه کره او له جزئیاتو سره سروې په لاره واچوي چې د درې برخو په شمول به وي: الف. د معلولیت ډول ب. د معلولیت لرونکي کس وړتیاوې ج. په دې اړه چې د معلولیت لرونکو کسانو له وړتیاوو څخه څه ډول ګټه واخیستل شي د هغوی نظر

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. په افغانستان کې د معلولې ټولنې په اړه د کره او جزئیات لرونکې سروې په لاره اچولو لپاره د پلانونو او بودیجې پراختیا.
  • ۲. د معلولیت لرونکو کسان د ملي سروې په لاره اچول.
  • ۳. خلکو ته د معلولیت لرونکو کسانو د ملي سروې د رپوټ وړاندې کول.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال دسمبر: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رپوټ ورکړ چې په افغانستان ډېری معلولیت لرونکي کسان له بنسټیزو بشري حقونو څخه بې‎برخې دي. د ناکره احصاییو پر بنسټ په افغانستان کې کابو دوه میلیونه تنه کسان معلولیت لرونکي دي.
د دغه کمېسیون رییسې، سیما سمر د معلولیت لرونکو کسانو د سروې د ارزښت په اړه څرګنده کړه: " زه فکر کوم چې د معلولیت ډولونه چې ډېر اړین دي باید د معلولیت لرونکو کسانو  په سروې کې اضافه شي".
هغې زیاته کړه: " په لومړي سر کې موږ باید د هغوی د معلولیت د ډول په اړه خبر شو، وروسته هغوی ته کسب برابر کړو".

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. سیما سمر: د هېواد کې په ډېرو ځایونو کې د معلولینو حقونه تر پښو لاندې کېږي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17341-disabled-persons-deprived-of-basic-rights-aihrc