میزان
۲۸
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
387
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په افغانستان کې د ناقانونه وسلو د شمېر کمول
د پرمختګ په حال کې
سوله او امنیت
سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
په افغانستان کې د ناقانونه وسلو شتون په محلي او سیمه‎ییزه کچه د جګړې او بې ثباتۍ سرچینه ده. په ۲۰۱۳ کال کې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان استازو رپوټ ورکړ چې څه د پاسه ۱.۵ میلیونه افغانان په دغو وسلو وژل شوي دي (http://www.afghanistan-un.org/2013/08/6779/). ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه ترڅو ناقانونه وسلې راټولې کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. خپلواک رپوټونه په افغانستان کې د ناقانونه وسلو په شمېر کې کموالی ښيي.
  • ۲. په افغانستان کې د ناقانونه وسلو له لړۍ او سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره د حکومت پر خپرونو او پالېسیو کتنه.

د پروان ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې په نوموړي ولایت کې له نامسؤله وسله‎واله کسانو او ډلو څخه نږدې سل میله سپکې او درنې وسلې راغونډې شوې دي.

د پروان والي وايي چې له وسله‎والو کسانو او ډلو څخه د وسلو د راغونډولو عملیات دوام لري او همداراز تر اوسه ۱۲ تنه سړي وژونکي او ۱۵ تنه نامسؤله وسله‎وال کسان نیول شوي دي.

له څو مودې راهیسې په نوموړي ولایت کې د نامسؤله وسله‎والو کسانو ګرځېدو، غلاوو، لار وهنو او زور وینو زیاتوالی موندلی وو.

د خبر دوام: http://www.tolonews.com/fa/afghanistan/16109-security-forces-go-after-illegal-firearms-in-parwan