سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په افغانستان کې د ښځو لپاره د لوست زده‎کړې د سراسرۍ خپرونې پیل
غیرفعال
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د ملګرو ملتونو د روزنیز، علمي او کلتوري سازمان پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې د نالوستۍ په لوړه کچه کې شتون لري. د دغه سازمان د ویناوو پر بنسټ، له ۱۵ کلونو څخه ډېر عمر لرونکي کابو ۶۹ سلنه نفوس نالوستي دي. په افغانستان کې د ښځو په ډله کې د زده‎کړې کچه ۸۳سلنه ده چې د هغې له عمومي کچې څخه ډېره ده. ولسمشر په افغانستان کې د ښځو د پیاوړي کولو لپاره د خپلو ژمنو په ترڅ کې ژمنه وکړه ترڅو په هېواد کې د نالوستۍ په وړاندې د مبارزې لپاره یوه ملي خپرونه په لاره واچوي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښځو لپاره د لوست زده‎کړې د خپرونې لپاره د بودیجې او پالېسیو د پراختیا پلي کول.
  • ۲. د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د لوست زده‎کړې فعاله سراسري خپرونه.
  • ۳. د افغانو ښځو په ډله کې د نالوستۍ د ټیټې کچې ښکارندویه خپلواک رپوټونه.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.