په افغانستان کې د ښځينه بندیانو له بد وضعیت څخه اندېښنې
بشري حقونه
چهارشنبه, ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د افغان مېرمنو د تړاو بنسټ یوه څېړنه ترسره کړې د دې ښودنه کوي هغه ښځې چې د هېواد په بندخونو کې دي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې دي.

په دغې څېړنه کې راغلي دي چې جنسي تېری،د روغتیا او زده کړې لپاره د امکاناتو نه‎شتون،له بنسټيزو حقونوڅخه بې خبري او څو نورې ستونزې له هغو ښکارندو څخه دي چې په هېواد کې ښځینه بندیانې له هغې سره مخامخ دي.

د افغان مېرمنو د تړاو بنسټ رئیسې حلیمې سرور په دې اړه څرګنده کړه: "په زندان کې ښځينه مدافعې وکیله نه‎شته؛که‎چېرې وه خو هر اړخیزه همکاري نه‎شته.دویمه ستونزه دا ده چې هغوی ته ویل شوې نه ده چې د کوم جرم لپاره په زندان کې دي.

د هېواد لومړی مېرمن هم په هېواد کې د بندي مېرمنو له بد وضعیت څخه اندېښمنه ده او له عدلي او قضايي ادارو څخه غواړي چې له ځنډ څخه پرته د ښځو ستونزو ته رسېده وکړي.

بي بي ګل غني په دې اړه څرګنده کړه: "هغه طریقې چې عدالت ته د بندیانو د لاسرسۍ لامل کېږي باید په لاس کې ونیول شي؛ موږ باید هیر نه کړو چې هغوی انسان دي".

د زندانونو مسوولین په زندانونو کې ستونزې نه ردوي او وايي چې د ښځینه بندیانو د وضعیت د ښه کولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د زندانونو د عمومي ریاست مرستیال محمد عارف په دې اړه وویل: "شونې ده چې بوځي او غیر پوځي منصوبانو په کړنه کې ستونزې وي،له هغوی سره په وخت چلند کېږي".

دغه څېړنه د هېواد په پنځو ولایتونو کې له ۵۳ ښځینه بندیانو سره د خبرو پر بنسټ ترسره شوې ده.