سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1302ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په سترې محکمه کې د ښځینه قاضي ګومارل
د پرمختګ په حال کې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر غني د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ژمنه وکړه ترڅو په ستره محکمه کې یوه ښځه د قاضي په توګه وګوماري ترڅو د ښځو قضیې په ځانګړي توګه پر مخ یوسي. همداراز دغه ژمنه له بهرنیو چارواکو سره د هغه د ناستې په ترڅ کې هم شریکه شوه.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. په ستره محکمه کې د غړیتوب لپاره د پیاوړو ښځینه نوماندانو نوماندي او پر هغوی کتنه.
  • ۲. په ستره محکمه کې د ښځینه قاضي ګومارل.

د جولای اتمه: ولسي جرګې د سترې محکمې د غړیتوب‎ لپاره د انیسې رسولي نوماندي رد کړه. مېرمن رسولي له دغو استازو څخه ۸۸ موافقې رأیې او ۹۴ مخالفې رایې ترلاسه کړې.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د جون څوارلسمه: د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د نوماندې په توګه انیسه رسولي وپېژندله.

مېرمن رسولي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده او د ښځینه افغان قاضیانو د سازمان د رییسې او د ځوانانو د استېناف محکمې د رییسې په توګه‎یې دنده ترسره کړې ده.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. ولسي جرګې د سترې محکمې لپاره لومړنۍ ښځینه نومانده رد کړه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20363-parliament-rejects-afghanistans-first-female-supreme-court-nominee

۲. د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د سترې محکمې د عالي شورا غړيتوب ته وروپېژندل شوه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20003-ghani-introduces-first-afghan-female-supreme-court-judge

۳. د سترې محکمې یوه غړې به له میرمنو نه ټاکو: اشرف غني احمدزی: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/15199-ashraf-ghani-promises-to-put-female-on-supreme-court