سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1417ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په قضايي نظام کې اساسي او بنسټیز اصلاحات
غیرفعال
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د نړیوال شفافیت بنسټ د څار ځانګړي سازمان د افغانستان قضايي نظام د نړۍ یو له فاسدو قضايي نظامونو څخه ونوموه. وروسته له هغې، د حکومت له لوري په دغه درشل کې لږ کارونه ترسره شوي دي. په ورته وخت کې، د ګالوپ له لوري یوې سروې وموندله چې ۶۹سلنه افغانانو ویلي دي چې هغوی د هېواد پر قضايي نظام باور نه‎لري. ولسمشر غني د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې ژمنه کړې وه ترڅو د هېواد په قضايي نظام کې اصلاحات رامنځته شي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱ .په قضايي نظام کې د اصلاحاتو لپاره پالېسۍ او پروسیجرونه پېژندل شوي او پراختیا ورکول شوې ده.
  • ۲. په قضايي نظام کې د اصلاحاتو بهیر ننداریز دی.

د وضعیت جزئیات:

هغه یو میاشتنی مهلت چي ولسمشر غني په خپلې لومړنۍ وینا کې سترې محکمې ته ټاکلی وو ترڅو اصلاحات رامنځته کړي او له اداري فساد څخه لاس واخلي، پای ته ورسېد. او د سترې محکمې د نوي رییس عبدالرشید راشد د ویناوو پر بنسټ د افغانستان په قضايي نظام کې د بدلون بهیر ډېر ښه پر مخ ځي. که څه هم، تر اوسه په دغه درشل کې د ملي یووالي حکومت له لوري هېڅ یوه رسمي خپرونه نه‎ده څرګنده شوې.

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. د ولسمشر له ټاکلي وخت څخه وروسته د اصلاحاتو په درشل کې د پرمختګ په اړه د سترې محکمې ادعا: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16930-supreme-court-claims-headway-made-as-ghanis-deadline-for-reform-passes

۲. احمدضیا مسعود: د هېواد په عدلي او قضايي برخه کې باید ژور اصلاحات راشي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16601--need-for-extensive-reforms-in-legal-a-judicial-institutions-massoud

۳. عبدالرشید راشد: د ولسمشر د حکم پر بنسټ، په سترې محکمې کې بنسټيز اصلاحات رامنځته شوي دي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17772-chief-justice-trumpets-reform-in-supreme-court

۴. د ګالوپ نظرسروې: په افغانستان کې ۲۵ سلنه خلک به عدلي او قضايي ادارو باور لري: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/16850-survey-says-25-percent-of-afghans-dont-trust-the-courts