سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1302ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په نړیواله کچه د نجونو لپاره د یوه پوهنتون جوړول
لاسته راوړنې
بشري حقونه
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۲۴ غبرګولی ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
په سیاسي، روغتیايي، ښوونې او روزنې او اقتصادي برخو کې د ښځو د حقونو ګډون او پرمختګ د ولسمشر غني د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د هغه یو له ژمنو څخه وې. د دغو ژمنو تر څنګ، ولسمشر غني ژمنه وکړه چې د نجونو لپاره به په نړویاله کچه یو ځانګړی پوهنتون رامنځته کړي. " له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکارۍ له لارې د ښځو د وړتیاوو د پرمختګ لپاره او د حکومت له سرچینو او فرصتونو څخه له ګټې اخیستو سره، لږ تر لږه د نجونو لپاره به یو پوهنتون جوړ کړو چې د نړۍ له تحصیلي معیارونو سره به برابر وي. په افغانستان کې د ځانګړو موضوع‎ګانو پر بنسټ، د دغه پوهنتون جوړول به د ښځې او نر‎ تر منځ د زده‎کړې توپیر له‎منځه یوسي او د ښځو لپاره به د زد‎ه‎کړې لپاره نوی فرصت وي او د کلتوري ارزښتونو له اړخه، کورنۍ به ډاډه وي ترڅو خپلو لور ګانو ته خوندي او د باور وړ تحصیلي فضا ته د تلو اجازه ورکړي". (بدلون او دوام: یوه بیانیه (انګرېزۍ نسخه) ۹۵ پاڼه)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د دغه پوهنتون د جوړولو لپاره د خپرونو او بودیجې پراختیا.
  • ۲. د دغه پوهنتون د پېرودنې، ودانیزې او لوستي نصاب په برخه کې د ترسره کېدو په حال کې خپرونو پراختیا.
  • ۳. د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د دغه پوهنتون جوړول او په هغې کې د ښځینه زده‎ کوونکو ګډون.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ اتمه: د ښځې له نړیوالې ورځې څخه د لمانځنې په ورځ، ولسمشر غني وویل چې د هغه ژمنې به په حکومت کې د ښځو د ونډې د پرمختګ لپاره ترسره شي. د دغه محفل په ترڅ کې، ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه چې په کابل کې به د ترکیې په مرسته یو پوهنتون جوړ شي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

په افغانستان کې د لاسته راوړنو پر ساتنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په څانګه کې د ولسمشر ژمنه: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18486-ghani-promises-advancement-for-women-of-afghanistan