سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1485ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په هرات کې د ښاریانو یرغمل نیولو ته پای ورکول
د پرمختګ په حال کې
سوله او امنیت
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
سړي تښتونه، موخې لرونکې وژنې او غلاوې د هغو عمده ستونزو څخه دي چې د هرات امنیت او اقتصاد ته‎یې زیان رسولی دی. په دغه ولایت کې سړي تښتونو ته د پای ورکول د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د ولسمشر غني یو له ژمنو څخه وو.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. په هرات ولایت کې د سړي تښتونې د کچې ټیټوالی.
  • ۲. په هرات ولایت کې سړي تښتونو ته د پای ورکولو لپاره پر پالېسیو او پروسیجرونو بیا کتنه

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال جون: په دې وروستیو کې د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د درې ښځو تښتونې د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی اړ کړ ترڅو د جمعې په ورځ د حکومت د سړي تښتونې ضد پالېسیو څخه اعتراض وکړي او زیاته‎یې کړه چې له دغې ستونزې سره د مبارزې په درشل کې ناغېړي کړې ده.

د طلوع‎نیوز له‎ لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال ډسمبر: ولسمشر غني هرات ته له خپل سفر څخه درې ورځې وروسته، د دغه ولایت سرپرست سید فضل‎الله واحدي ګوښه کړ او دغه کار په دغه ولایت کې د سوداګرو او حکومتي کارکوونکو له بیاځلي سړي تښتونې څخه د مخنیوي لپاره ترسره شو. ویل کېږي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرست وزیران او همداراز د ملي امنیت لوی ریاست رییس هرات ته په دغه سفر کې د ولسمشر غني ملتیا وکړي او همداراز هغه به هلته د ولایت والي هم د دغه ولایت خلکو ته وروپېژني.

ولسمشر غني له مشرانو او د ولایتي شورا له غړو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ چې امنیتي بنسټونو ته نوې لارښوونې ورکړل شوي دي. که څه هم، دغه لارښوونې لاتر اوسه هم خلکو ته څرګند شوي نه‎دي.

هغه نوموړو ته وویل: " زموږ سفر پر دوو څېزونو ځېرنه لري: امنیت او حکومت‎والي".

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. په هرات کې د سړي تښتونې څخه اندېښنې، په نوې پېښه کې ۳ تنه ښځې له ماشومانو سره برمته شوي:http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20094-spike-in-abductions-raises-concerns-in-herat

۲. ولسمشر په هرات کې له قومي مشرانو سره ولیدل:http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17618-ghani-visits-herat-amid-chaotic-situation

۳. د هرات پولیسو د سړي تښتوونکو یوه ۶ کسیزه ډله ونیوله:http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18173-herat-police-detains-six-kidnappers

۴. د هرات د پولیسو له‎خوا د سړي تښتونې په تور د یوې دینې مدرسې د امام او زده کوونکي نیول:http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18389-herat-police-arrests-mosque-imam-on-kidnapping-charges

۵. په هرات ولایت کې یو هندي وګړی وروسته له ۸ میاشتو د سړي تښتوونکو له منګولو څخه خوشې شو:http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18329-kidnapped-indian-aid-worker-freed-after-8-months-in-herat