سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1214ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په هلمند کې د کجکۍ بند جوړول
د پرمختګ په حال کې
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د کجکۍ بند د هېواد په سوېل هلمند ولایت کې یو له دوو اوبويي بندونو څخه دی. دغه بند د برېښنا د تولید کوونکي، د خړوبو کولو زېرمه او په لږه اندازه کولای شي د سېلابونو د کنټرول کوونکو ونډه هم ولوبوي. دغه پروژه یوه لسیزه وړاندې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت پيل شو. د دغې پروژې تولید د کندهار او هلمند لپاره ۱۵۰ مېګاواټه اټکل شوی وو خو تر اوسه نه‎دی توانېدلی ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي. ناامنۍ او تخنیکي موضوع‎ګانې د دغه بند د رغولو په درشل کې له عمده‎وو خنډونو څخه ول. ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه چې او د دغه بند بیارغونه او جوړونه وکړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د کجکۍ بند د جوړولو لپاره او پلانونو او بودیجو پراختیا.
  • ۲. د کجکۍ بند د جوړولو د کار بیا پيل.
  • ۳. د کجکۍ بند ورغول شو او له خپلې لوړې وړتیا سره فعالیت کوي.

د وضعیت جزئیات:

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جون: اوس‎مهال د افغانستان برېښنا شرکت د کجکۍ بند د دوهم توربین په نصب کولو کار کوي. که څه هم چارواکو خبرداری ورکړی دی چې په دغې سیمه کې دوامداره امنیتي ګواښونه کولای شي د دغه کار د پرمختګ مخنیوی وکړي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اپرېل: په سوېلي ولایت هلمند کې د ولایتي شورا چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سیمه‎ییز حکومت دوامداره ناغېړي کولای شي د کجکۍ بند جوړول او بیارغول وځنډوي. د دغې پروژې په کار کې ځنډ به د دغې پروژې تمویل کوونکي اړ کړي ترځو د هغې له ملاتړ څخه سلاس واخلي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال جنورۍ: په دغه سوېلي ولایت کې د برېښنا د زښت کموالي په اړه، د هلمند د ولایتي شورا غړو له ملي یووالي حکومت وغوښتل ترڅو د کجکۍ بند پروژې کار پیل کړي.

د طلوع‎نیوز له لوري ورستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. برېښنا: د ناامنیو وده کولای شي د کجکۍ برېښنا بند د کار بهیر له کړکېچ سره مخ کړي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/20184-breshna-installing-second-kajaki-dam-turbine-despite-threats

۲. د هلمند د ولایتي شورا غړي د کجکۍ د برېښنا بند د کار د بیاپيل غوښتونکي شول: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/17833-helmand-officials-want-nug-attention-on-kajaki-dam

۳. د کجکۍ بند په کار کې د ځنډ لپاره د هلمند د چارواکو له لوري د مرکزي حکومت تورنېدل: delay:http://www.tolonews.com/en/afghanistan/18986-helmand-province-blames-kabul-for-kajaki-dam-delay