سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1363ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په هېواد کې سترو پانګونو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره له مرستو او همکاریو څخه اغېزمنې ګټې اخیستنې
لاسته راوړنې
بهرنی سیاست
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
کلیدي سیمه‎ییزې او نړیوالې اقتصادي همکارۍ او ګډونونه د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره او د نړیوال اقتصاد سره د هغې د یو ځای کولو لپاره دي. په افغانستان کې د سترو پانګونو د په لاره اچولو لپاره د پراختیايي مرستو او همکاریو له هوکړه‎لیکونو څخه ګټه اخیستنه په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولسمشر غني د ژمنو له ډلې څخه ول.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. په افغانستان کې سترې پانګونې د همکاریو د هوکړه‎لیکونو او سیمه‎ییزو مرستو له لارې په لاره واچول شول.

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اپرېل: افغان چارواکو د شنبې په ورځ وویل د کاسا هوکړه‎لیک چې هر کال ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا پاکستان ته د قزاقستان او تاجېکستان څخه د افغانستان له لارې لېږدوي کولای شي د پرمختګ لپاره یوه لویه وسیله وي.
د کاسا د هوکړه‎لیک پر بنسټ، قزاقستان، تاجېکستان او پاکستان به مکلف وي ترڅو پروژې په هغو ولایتونو کې چې په دغه هوکړه‎لیک کې شامل وي، مالي ملاتړ وکړي. دغه پروژې باید هر کال، د لږ تر لږه دوو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت ګټه ولري او باید پر عامه خدمتونو او بنسټیزو برخو ځيرنه ولري.

 د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال اپرېل: ولسمشر اشرف غني او د ټولګټو وزارت څرګنده کړې ده چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ چینايي پلاوي کابل ته راشي ترڅو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ورېښمو د نوي سړک د رامنځته کولو د پلان په اړه خبرې اترې وکړي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال فبرورۍ: د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا، د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند حکومتونو استازو په اسلام آباد کې سره خبرې اترې وکړې ترڅو د ټاپي د ګازو د لېږدونې د پروژې د وروستي پړاو په اړه پرېکړه وکړي. د دغه وزارت چارواکو پخلی کړی دی چې د هغو ګازو بیه چې د پایپ لاین له لارې لېږدول کېږي مخکې ټاکل شوې ده. د دغې پروژې په ۱۰ لومړنیو ورځو کې، حکومت ادعا وکړه چې افغانستان به په لومړۍ لسیزه کې له دغې پروژې څخه نیم میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي، په دوهمه لسیزه کې به یو میلیارد متر مکعب ګاز او په دریمه لسیزه کې به یو نیم میلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي.

د پروژې شرایط د ۳۰ کلونو لپاره د ترسره کولو وړ دي چې د هغې په لړ کې به د افغانستان له لارې ۳۰ ترېلیونه متر مکعب ګاز پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

د طلوع‎نیوز له لوري وروستي مالومات

اړوند رپوټونه:

۱. کاسا زر پروژه د کوربه ولایتونو د بیارغونې لپاره یو فرصت: http://www.tolonews.com/pa/business/19236-casa-1000-expected-to-spur-reconstruction-in-host-provinces

۲. صبا:تر دوو نورو میاشتو د تاپي پروژې مشري به یوه معتبره شرکته وسپارل شي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/18211-minister-of-mines-discusses-tapi-project-contracting-plans

۳. د ورېښمو د واټ د جوړولو د خبرو اترو په تړاو به ډېر ژر چینايي پلاوي کابل ته راشي: http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/19138-ghani-awaits-chinese-delegation-for-silk-road-support