سنبله
۱۷
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1486ورځې په واک کې
345
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په پکتیا کې د مچلغو اوبو بند رغول
غیرفعال
د ټولنیز اقتصاد پرمختګ
سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۱۷ وږی ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
د ژمنو شالید
د مچلغو بند یوه څو منظوره پروژه ده چې مچلغو پر سیند شتون لري او د پکتیا ولایت له ګردېز ښار څخه ۲۸ کیلومټره واټن لري. مچلغو د کورنیو اوبو له لارې د ۱۰ کلیو لپاره د برېښنا د ټينګښت په موخه او د ۱۸۲۴ هکټاره ځمکې خړوبو کولو لپاره طرحه شوی دی. یوه روسي شرکت په ۲۰۱۰ کال کې پر دغه بند کار پیل کړ خو دغه پروژه د مالي ستونزو او امنیتي ګواښونو له امله تر اوسه نه‎ده بشپړه شوې. (http://www.designgroup.in/ongoing/machalgho.html) ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه وکړه چې په پکتیا کې د مچلغو بند پروژې رغونه به بشپړه کړي.

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د مچلغو بند د رغولو د بیا پيل لپاره او خپرونو او بودیجو پراختیا.
  • ۲. د مچلغو بند پر کار پيل.
  • ۳. د مچلغو بند بشپړول او په کلیو کې د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو برابرول.

د وضعیت جزئیات:
د دغې ژمنې په درشل کې د پرمختګ په اړه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی.