سنبله
۱۶
۱۳۹۴
د لاس موندنې نېټه
1536ورځې په واک کې
344
د لاس موندنې لپاره د اړتیا وړ وخت
په کاغذي دفترونو کې د ټولو حکومتي ثبت شویو فایلونو ډیجېټل کول
غیرفعال
حکومت‎والي او د قانون واکمني
دوشنبه, ۱۶ وږی ۱۳۹۴
وروستي جزئیات دوشنبه, ۱۸ زمری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع‎نیوز
د ژمنو شالید
ولسمشر په خپلې بیانیې کې ژمنه وکړه ترڅو برېښنايي حکومت‎والۍ ته پراختیا ورکړي او اداري پروسه آسانه کړي او له اداري فساد سره مبارزه وکړي. "زموږ اداره لاتر اوسه هم له قلم او کاغذ څخه په ګټې اخیستو سره پرمخ ځي. د دغه پېچلي سیستم څېړنه کاغذونو او د کاغذ پاکټونو ته اړتیا لري خو دغه ډول څارنه او څېړنه چې اوس‎یې زموږ قضايي نظام، عدالت او اداره تر اغېزې لاندې نیولې ده، یو میراث دی چې د ټکنالوژۍ رامنځته کېدو وړاندې موږ ته پاتې شوی دی. زموږ د وخت اړتیاوو دغه اړتیا موږ ته رامنځته کړې ده ترڅو اداري پروسه آسانه کړي. په دغه درشل کې به، زموږ حکومت ټولې اداري پروسې د آسانۍ په لور وکاږي ترڅو په ډېریو مواردو کې کلیدي کارونه په ماشینونو ترسره شي". (بدلون او پیوستون: یوه بیانیه)

د پرمختګ د اندازه کونې ځانګړنې
  • ۱. د حکومت د رېکارډونو د ډیجیټل کولو لپاره او د برېښنايي حکومت‎والۍ د سیستم لپاره پالېسیو او پروسیجرونو پراختیا وموندله.
  • ۲. د حکومت د رېکارډونو او د برېښنايي حکومت‎والۍ د سیستم ډیجیټل کونه پر خپل ځای ده.

د وضعیت جزئیات: د دغې ژمنې د پرمختګ په اړه تر اوسه هېڅ رسمي رپوټ نه‎دی ثبت شوی

د طلوع‎نیوز وروستي مالومات