په ګمرکونو کې د اصلاحاتو د ترسره کولو لپاره مالیې وزارت ته د نړیوالې ټولنې ۲۱ میلیونه ډالري مرسته
حکومت‎والي او د قانون واکمني
سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
وروستي جزئیات سه شنبه, ۲۸ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
Caption of the photo here | Credited to photographer

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو پر دې مطلب له ټینګار سره ویلي چې نړیوال بانک د ګمرکونو په کار کې د روښنایۍ په موخه د ۲۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستو یوه نوې کڅوړه د دولت په واک کې ایښي ده.

د سرحدي ګمرکونو د څارنې نظام معیاري کول، د ملي عایداتو د راټولولو لپاره د ګمرکونو د کارکوونکو د وړتیاوو لوړوالی، په ګمرکونو کې د زېربناوو رامنځته کول، د هېواد د ګمرکونو تر منځ د څارنیزو او معلوماتي سیستمونو جوړول او د عمل د روښنایۍ لپاره په ګمرکونو کې د معیاري کار د زمینو جوړول له هغو خپرونو څخه دي چې د نړیوال بانک د ۲۱.۵ میلیونه ډالري بېرته ورکولو پرته مرستې څخه په ګټې اخیستو سره به تر راتلونکي یو کاله پلي شي.

په ورته وخت کې، د هېواد د مالیې وزارت ویاند اجمل حمیدي ویلي دي چې دغه پيسې به د زېربناوو د جوړولو او د افغانستان په ګمرکونو کې د وړتیاوو د لوړوالي په برخه کې ولګول شي.

ښاغلی حمیدي وايي: " د نړیوال بانګ له دغې مرستې څخه په ګټې اخیستو سره موږ کولای شو په ګمرکونو کې ستونزې هوارې کړو او همداراز په ګمرکونو کې د ملي عایداتو د راټولونې بهیر روښانه کړو او دغه پیسې به د ملي بودیجې له لارې تر راتلونکي یو کاله د هېواد په ګمرکونو کې ولګول شي".

د دغې مالي مرستې په تړاو د اقتصاد یو شمېر کارپوهان په ګمرکونو کې اداري فساد او د ملي عایداتو د راټولولو په بهیر کې د ستونزو شتون ته په کتو سره، د ګمرکي اصلاحاتو د بهیر پلي کېدل ډېر ګټور بولي.

په کابل پوهنتون کې د اقتصاد ښوونکی سید مسعود وايي: " دغه مرستې د دې ښکارندوي دي چې نړیواله ټولنه او نړیوال بنسټونه یو ځل بیا افغانستان ته د خپلو مرستو لپاره رېښتیني دي او په ګمرکونو کې اصلاحات د ملي عایداتو په سرچینو کې له اداري فساد څخه د مخنیوي د ښه پیل لپاره د اوسني حکومت اداره کوي".

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک له څو کلونو راهیسې، د عایداتو د راټولونې د بهیر د ساده کولو او په ګمرکونو کې د تالاترغۍ څخه د مخنیوي لپاره له مالیې وزارت سره مرسته کوي.