په ۱۳۹۴ کال کې د سولې ته د رسېدو لپاره د حکومت هېڅ په پرله پسې توګه له بندون سره مخامخ شوې
سوله او امنیت
سه شنبه, ۰۳ وری ۱۳۹۵
وروستي جزئیات سه شنبه, ۰۳ وری ۱۳۹۵
لیکل شوی طلوع نیوز
د طالبانو استازی

که‎څه هم افغان حکومت تمه لرله چې په هېواد کې د دایمي سولې لپاره هڅې یې په ۱۳۹۴ کال کې یوې پایلې ته ورسېږي،خو دغه هڅې هېڅکله کوم ځای نه ونه رسېدلې.

طالبان د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرو اترو ته حاضر نه شول او واشنګټن هم دغې ډلې ته ګواښ وکړ که‎چېرې د سولې له بهیر سره یوځای نه شي،له افغان او بهرنیو ځواکونو سره به مخامخ شي.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې،د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوي د سولې د عالي شورا له غړو سره په کابل کې لیدنه وکړه.

داسې اټکل کېده چې په ۱۳۹۴ کال کې به د سولې خبرې اترې به د برخلیک پړاو ته ورسېږي.

د دغو هڅو په اوج کې کابل او واشنګټن،په دغې لړ کې د پاکستان د همکاریو د جلبولو لپاره،بیجنګ هم له دغه مثلث سره یوځای شو.

خبریال نظري پریاني په دې اړه وویل: "چین د پاکستان د متحد په توګه،په دغې مسله کې شامل شو او د افغانستان پېښې ته یې نظر پاکستان ته نظر وه.او له دغې لارې په افغانستان کې د امریکا د سیاست په وړاندې ډېر مخالفت نه لري او د دې ترڅنګ ګوښښ کوي هغو اقتصادي ګټو ته چې په افغانستان کې امریکا نه شي رسېدلای په خپله چین ورسېږي".

طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره نه وویل خو د حکومت مشران په خپلو پخوانیو دریځونو ولاړ دي.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه زیاته کړه: "څلور تنه د سولې له ګمېټې څخه ۱۸۵ تنه د سولې له پروسې سره یو ځای شوي وو،په نښه شول او شهید کړل شول".

په دې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړو هم له حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د حکمتیار د حزب اسلامي استازي امین کریم په دې اړه څرګنده کړه: "له همدې اخلاص سره چې حزب اسلامي یې لري،سیاسي لوري او د هېواد ادارې، په هغې لارې ولاړ شي، پر هغې لارې به ختم شي چې انشاالله موږ به یوه سوله‎ییز او د امنیت او ټیکاوی لرونکي هېواد ته ورسېږو".

خو ولې کابل او متحدان یې نه دي توانېدلي چې طالبان،حزب اسلامي،مخامخ خبرو اترو ته حاضر کړی؟

د سیاسي چارو شنوونکي نظرمحمد مطمین په دې اړه داسې نظر لري: "ستره تېروتنه په دې کې وه چې ولسمشر غني، سولې په تړاو د حامد کرزي تګلاره تعقیب کړه او تراوسه هم سوله له پاکستان څخه غواړي.او یا دا چې سوله داسې غواړي چې طالبان تسلیم شي.که‎چېرې دغه مسایل مطرح وي،نو دغه سوله به هېڅکله تأمین نه شي".

په دغه کال کې د دغو پېښو سربېره د سولې د عالي شورا مشرتابه،هم له نهو میاشتو څخه وروسته وګمارل شو.

پیر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه او همدارنګه پخوانی مرستیال کریم خلیلي،د بامیانو پخوانۍ والۍ حبیبې سرابي او مولوي عطاالرحمان سلیم هم د دغې شورا د مرستیالانو په توګه ګمارل شوي دي.