کنکاش:د بشري حقونو څارونکې اداره په افغانستان کې په قصدي توګه د ښوونځیو له په نښه کولو څخه اندېښمن دی
بشري حقونه
چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
سرچینه: طلوع نیوز - http://www.tolonews.com

د بشري حقونو دغه دفاع کوونکې ادارې د یوه نوي رپوټ په خپرولو سره وايي افغانستان د نړۍ یو له شپږویشتو هېوادونو څخه دی چې ښکېل لوري په قصدي توګه ښوونځي په نښه کوي او له هغوي څخه په پوځي موخو کې کار اخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې کابو ۵۰۰ ښوونځي د طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو د ګواښونو له امله تړلي دي دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کې مخالفانو پر زده کوونکو د تېزات په پاشلو او د ناامنیو په رامنځته کولو سره ښوونځيو ته د نجونو د تلو مخنیوی کړی دی.

په دغې خپرونې کې کوربه فواد امان په دې اړه بحث او خبرې اترې کړي دي.

مېلمانه:

په مشرانو جرګه کې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسیون رییسه،لیلما احمدي

د مېرمنو د حقونو فعاله،حمیرا قادري

د کورنو چارو وزارت ویاند،صدیق صدیقي