ز ما نور

کلنه فرخنده چې د قرآن‎کریم یوه ښوونکې وه، د پنجشنبې په ورځ د شاه دوشمشېرې زیارت ته ځي ترڅو د هغه ملا څخه چې په دغه زیارت کې خلکو ته تعویذ ورکوي، وغواړي چې دغه کار ودروي. دغه کار د دې لامل کېږي چې ملا غږ پورته کړي چې ګواکي فرخندې قرآن سوځولی دی او دغه کار بالاخره فرخنده د سړیو تر پښو لاندې کوي چې ښايي د هغوی د لوست کچه له فرخندې څخه په ځلونو ټیټه وي.

ویل کېږي چې پولیس د پېښې په سیمه کې ول او ونه‎توانېدل چې فرخنده د دغو کسانو له منګولو وژغوري او د پولیسو دغه کار د مدني ټولنې او د بشري حقونو د یو شمېر بنسټونو غوسه راپارولې ده.

په دغه لاریون کې، د افغانستان د پیوستون ګوند او د کابل لسګونه تنه اوسېدونکي د فرخندې د وژلو او سوځولو عاملینو ته په علنۍ توګه د سزا ورکولو غوښتونکي شول.