فراخبر:د کابل – واشنګټن د امنیتی تړون له لاسلیکېدو سره بیا هم د افغانستان امنیت لا خراب شوی
سوله او امنیت
چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
سرچینه: طلوع نیوز - http://www.tolonews.com

د ملي یووالي حکومت په لومړي ګام کې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ،هغه کړنه چې حامد کرزی هېڅکله حاضر نه شو هغه ترسره کړي.

خو اوس د دغه تړون بې پایلې توب نیوکې او په افغانستان کې د جګړې پراختیا زیاتوالی موندلی دی.

خو د ملي یووالي حکومت سلاکارمحمد حنیف اتمر د دغه تړون د هر اړخیز پلي کېدو څخه خبرې کوي او وايي چې حکومت د دغه تړون له اجرا څخه راضي دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د سمبالبتا له کمبوالي سره مخامخ دی،په افغانستان کې د د ناټو د جنګي مامورت له پای څخه وروسته، امریکا ۷۴ الوتکې او ۳۰۰ زرې موټر پاکستان ته ورکړل.

په افغانستان کې د جګړې د شدت سره،آیا د کابل واشنګټن امنیتي تړون به د کاغذ په مخ پاتې شي؟

په دغې خپرونې کې یما سیاووش د ولسي جرګې له پخواني غړي صالح ریګستاني سره خبرې اترې کړي دي