عبدالله:د حکومت له پیله د نظام د نسکورېدو لپاره چمتووالی نیول شوی وه
سوله او امنیت
چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
وروستي جزئیات چهارشنبه, ۲۹ تله ۱۳۹۴
لیکل شوی طلوع‌نیوز
سرچینه: طلوع نیوز - طلوع نیوز

عبدالله عبدالله وايي چې د ښمن د ملي یووالي حکومت له پیل څخه د نظام د نسکورېدو لپاره ټول چمتووالی نیولی وه؛زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د دښمن پروګرامونه ناکامه پاتې شول او هېواد د نسکورېدو په درشل کې نه دی.

اجرايي رییس عبدالله عبدالله نن سهار په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې هغه څرګنده کړه: "د هېواد دښمنانو د نظام د نسکورېدو لپاره په بشپړه توګه چمتووالی نیولی وه،له هغه مهال چې د بهرنیو ځواکونو د بهر کېدو خپرونه مطرحه شوه په تېرو کلونو کې د طالبانو او ترهګرو یوازې هغه تګلاره چې له هغوی سره وه،همدا وه چې څرنګه خپل ځواکونه وساتي".

هغه زیاته کړه چې د امنیت ټینګښت د حکومت د پروګرامونو په لومړيتوب کې دی، خو ظاهرا د کندز پرځېدل د دغو پروګرامونو کمزورتیا ښيي چې افغان حکومت هم په دې اړه سخت اندېښمن ښکاري.